د ایران مذهبي مشر خبرداری، بل برید به له دې هم زیات دردوونکی وي!

د ایران مذهبي مشر خبرداری، بل برید به له دې هم زیات دردوونکی وي! سیمه
انځور ارشیف

د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه يي پر ایران له برید وروسته پر خپل اېکس پاڼه اسرائیلو ته ګواښ کړی چې بل برید به له دې هم دردوونکی وي.

له بل لوري د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان پر اسرائیلو برید یو پرېکنده اقدام ګڼلی او ویلي یې دي، دښمن ته مو پیغام دادی چې موږ سره دې جګړه کې ځان نه ښکېلوي، دا برید زموږ د ځواک یوه کمه برخه ده.

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي بیا ویلي، د ایران اقدام پای ته رسېدلی خو که اسرائیل غبرګون وښيي نو دوی به له دې هم زورور عکس العمل وښيي.

تړلي موضوعات