پر اسرائیلو د ایران برید ته غبرګونونه؛ تهران یې خپل مشروع حق بولي

پر اسرائیلو د ایران برید ته غبرګونونه؛ تهران یې خپل مشروع حق بولي سیمه
انځور ارشیف

تېره شپه پر اشغالګر اسرئیلو د ایران تر توغندیزو بریدونو وروسته دغو بریدونو نړېوال غبرګونونه راپارولي دي.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د ایران برید لویه تېروتنه بللې او ګواښ یې کړی، چې ایران به یې تاوان پرې کړي.

خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر د نتنیاهو د ګواښ په غبرګون کې ویلي، د ایران پر وړاندې هر ډول ناوړه اقدام به بې ځوابه پاتې نه شي.

په ورته مهال ملګرو ملتونو کې ایران دایمي استازي دغه برید قانوني، منطقي او مشروع بللې او زیاته کړې یې ده، چې دغه برید یې لبنان کې پر حزب الله د اسرائیلي بریدونو په ځواب کې کړی.

بلخوا د امریکا ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان پر اسرائیلو د ایران تر برید وروسته سپینه ماڼۍ کې د یوه خبرې کنفرانس پر مهال ویلي، د امریکا پوځ به له تل ابیب څخه د دفاع لپاره د اسرائیلو ترڅنګ ودرېږي.

له دې برید وروسته د فرانسې او اسرائیلو په غوښتنه د ملګرو ملتونو امنیت شورا منځني ختیځ کې د وضعیت د څېړنې لپاره بېړنۍ غونډه رابللې.

د ایران سپاه پاسداران په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ۹۰ سنله توغندي په بریالیتوب سره په اهدافو لګېدلي.

د یادونې ده، چې تېره شپه ایران د اسرائیلو څو پوځې اډې په توغندیزو بریدونو کې په نښه کړي او ادعا یې کړې چې دغو پوځي اډو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د دغو بریدونو د ځاني او مالي زیانونو په اړه لا تر اوسه کره معلومات نه دي په ډاګه شوي.

تړلي موضوعات