اسرائیلو د لبنان پر خاوره ځمکني بریدونه پیل کړل

اسرائیلو د لبنان پر خاوره ځمکني بریدونه پیل کړل نړۍ
انځور ارشیف

رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، دا بریدونه د لبنان پلازمېنې بېروت سویل ته د حزب الله ډلې په مرکزونو پیل شوي دي.

د اشغالګر اسرائیلو پوځي چارواکو ویلي، دغه عملیات یې د اسرائیلو سرحد ته څېرمه د لبنان سویل کې د کره اطلاعاتو پر اساس پیل کړي دي. 

ویل کېږي دغو عملیاتو کې هوایي او توپچي ځواکونه هم د ځمکنیو ځواکونو ملتیا کوي.

په ورته مهال د بلجیم د لومړي وزیر مرستیاله پر لبنان د اسرائیلو ځمکني بریدونه له نړېوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بولي او د هر اړخیزې جګړې د پیل خبرداری یې ورکړی دی.

بلخوا د سوریې دولتي رسنیو د یوې پوځي سرچېنې له قوله خبر ورکړی، چې د دې هېواد په پلازمېنه دمشق د اسرائیلو په هوایي برید کې درې ملکیان وژل شوي او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

د یادونې ده، چې پر غزه هم د اسرائیلو اشغالګر رژیم بریدونو کې د فلسطین زیاته برخه په ویجاړیو بدله کړې، چې له کبله یې ۲.۳ میلیونه وګړي له خپلو سیمو بې ځایه او تر ۴۱۳۰۰تنو زیات یې په شهادت رسولي او دا لړۍ لا هم دوام لري.

تړلي موضوعات