ملګري ملتونه باید د افغانستان په تړاو خپل لید لوری بدل کړي

ملګري ملتونه باید د افغانستان په تړاو خپل لید لوری بدل کړي سیاست
انځور ارشیف

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح اله مجاهد رسنیو ته په استول شوي غږيز پیغام کې ویلي، ملګري ملتونه دې د افغانستان او نړېوالې ټولنې ترمنځ تعامل کې خپله دنده په ښه ډول تر سره کړي.

مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي، له نړېوالې ټولنې سره د افغانستان تعامل یوه اړتیا ده او دا د ملګرو ملتونو مسولیت دی چې په دې برخه کې خپله رول په ښه ډول ولوبوي.

ښاغلي مجاهد د ملګرو ملتونو پر سازمان نېوکه کړې چې ګنې اوسنی سیاست یې د بېلا بېلو هېوادونو سره د افغانانو د اړېکو مخنیوی کوي او باید خپل لید لوري کې تغیر راولي.

د اسلامي امارت ویاند زیاته کړې، له نړۍ سره د تعامل له لارې کولی شي موجوده اندېښنو ته حل لارې ولټوي.

نوموړي دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو سرمشریزې ته د اسلامي امارت استازې نه ور بلل کېدو په غبرګون کې کړې دي.

تړلي موضوعات