غزه کې اشغالګرو ته باید پر وخت ځواب ورکړل شوی وای
د بهرنیو چارو وزارت لبنان کې د اشغالګر رژيم له لوري وحشیانه بریدونه چې د ښځو او ماشومانو په ګډون سلګونه بې ګناه وکړي په کې وژل شوي په کلکو ټکو غندلي.
بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، غزه کې غاصب رژیم لخوا نسل وژنې ته پر وخت د جدي ځواب نه ورکول د دې لامل شوی، چې اشغالګر اسرائیل د ټولې سیمې امنیت له ګواښ سره مخ کړي.
یاد وزارت په اعلامیه کې له نړېوالې ټولنې غوښتي، چې باید بېړني مسؤلانه ګامونه پورته کړي، څو په لبنان او فلسطين او په ځانگړې توګه غزه کې د صهيونيستي رژيم د جنايتونو مخه ونيسي او د ملکي وګړو خونديتوب په کې تضمين شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسرائیلو اشغالګر رژیم له لوري د لبنان سویل کې د پرلپسې بریدونو کې ۵۵۸ تنه وژل شوي او نږدې ۱۸۵۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
د لبنان د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په وژل شویو کې ۵۰ ماشومان او ۹۴ښځې هم شاملې دي. د لبنان د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په وژل شویو کې ۵۰ ماشومان او ۹۴ښځې هم شاملې دي.