افغانستان ۵۵۰ ټنه کاني توکي ترکیې ته صادر کړل

افغانستان ۵۵۰ ټنه کاني توکي ترکیې ته صادر کړل سوداګرۍ او اقتصاد
انځور ارشیف

د هرات ولایت مقام د رسنیو دفتر ویلي، دې سره دویم ځل شو چې افغانستان ۵۵۰ ټنه تالک کاني ډبرې ترکیې ته صادروي.

د هرات ولایت مقام په اېکس پاڼه لیکل شوي، دغه کانې توکي د هرات ولایت روزنک رېل پټلۍ له لارې د ترکیې بیلیجیک سټېشن ته استول شوي دي.

اقتصادي شنونکي د اوسپنې پټلي له لارې د هېواد د صادراتي توکو لېږد اقتصادي ودې او حمل نقل د پراختیا لپاره مهم بولي.

د شنونکو په باور د رېل له لارې حمل او نقل د قیمتونو کمولو، د سرعت زیاتېدو او چاپېریال ککړتیا مخنیوي او د توکو پر نرخونو مثبت تاثیر درلودلی شي.

تړلي موضوعات