مجاهد: افغانستان اسلامي امارت په پاکستان کې دننه د امن د ټینګولو مسؤلیت نه لري

مجاهد: افغانستان اسلامي امارت په پاکستان کې دننه د امن د ټینګولو مسؤلیت نه لري سیاست
ذبیح الله مجاهد او انوالحق کاکړ؛ جلا تصویرونه

د پاکستان موقت صدراعظم څرګندونو ته غبرګون؛ افغانستان اسلامي امارت په پاکستان کې دننه د امن د ټینګولو مسؤلیت نه لري.

نن د پاکستان موقت صدراعظم انورالحق کاکړ په یوه خبري کنفرانس کې تور پورې کړ، چې پاکستاني طالبـ.ان د افغانستان خاوره کاروي او نوي نظام راتګ سره پاکستان کې بریدونه شپېته سلنه ډېر شوې دي.
د اسلامي امارت ویاند د پاکستان صدراعظم خبرو ته غبرګون کې ویلي، اسلامي امارت هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد استعمال کړي او همدارنګه اسلامي امارت په پاکستان کې دننه د امن د ټینګولو مسؤلیت نه لري.
ذبیح الله مجاهد پر پاکستان غږ کړی، چې خپل کورني مسایل پخپله حل کړئ او د خپلو ناکامیو ملامتي افغانستان ته مه راجع کوئ.
د ا.ا ویاند زیاتوي، « چې په افغانستان کې وسلې محفوظې دي، د هیچا لاسته نه دي ورغلې، د وسلو قاچاق ممنوع دی او د هر ډول غیر قانوني اقداماتو مخه نیول شوې.»
د یادونې وړ، چې پاکستان حکومت خپل هېواد کې د امنیتي پېښو نه کنټرول له امله ډېر کله پر افغان حکومت تورونه پورې کوي او پر دې سربېره یې تازه لکونه افغان کډوال په زور کډوالۍ ته مجبور کړل، چې ګواکې تاسو د پاکستان امنیت خراب کړی دی.

تړلي موضوعات