غزه کې د فلسطیني شهیدانو شمېر له ۸ زرو اوښتی

غزه کې د  فلسطیني شهیدانو شمېر له ۸ زرو اوښتی نړۍ
د غزې یوه څنډه د اسرائیلو له بمباردۍ وروسته

د غـزې روغتیايي مسؤلینو رسنیو ته ویلي، چې د اسرائیلـي اشغالـګرو بریدونو له امله تر دې دمه غزه کې څه باندې ۸ زره فلسطیـني مسلمانان شهـیدان شوي دي.

د غزې مسؤلین زیاتوي، چې شهیـدانو کې ۳۳۲۴ تنه ماشومان، ۲۰۶۲ مېرمنې او ۴۶۰ بوډاګان شامل دي.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه شپه اسرائیـلي اشغالـګر پوځ له ځمکې، هوا او سمندر له لارې پر غـزې پراخ یرغل وکړ؛ خو حمـا س جـهادي غورځنګ وویل، چې د اسرائـیلو ځمکنی یرغل یې له شکست سره مخ کړی او دښمن ته یې درانه تلفات اړولي دي.

د یادونې وړ ده، چې اسرائیـلي اشغالـګرو د دومره سترو وحشتونو سربېره بیا هم پر غـزې هوايي بریدونه نه دي بس کړي او تېره ورځ یې د بریدونو د لا پراخولو خبر ورکړ.
#حریت_راډیو
زموږ ټلیګرام سره یوځای شئ: https://t.me/HurriyatP

تړلي موضوعات