پر ټرمپ د برید ناکامه هڅه کې یو پاکستاني وګړي لاس درلود

پر ټرمپ د برید ناکامه هڅه کې یو پاکستاني وګړي لاس درلود نړۍ
پر ټرمپ د ناکامه برید طراح کووونکی

د امریکا عدلیې وزارت ادعا کړې چې د اصف مرچنټ په نوم نیول شوی کس د پاکستان اوسېدونکی دی.

د امریکا عدلیې وزارت په راپور کې راغلي، ۴۶ کلن اصف مرچنټ د ایران حکومت سره هم اړیکي لري.

د امریکا عدلیې وزارت همداراز ادعا کړې، چې نیول شوي کس څه وخت په ایران کې هم تېر کړی او له پاکستان وروسته امریکا ته تللی تر څو هلته د ټرمپ د ترور لپاره یو کس وګماري.

د امریکا لوی څارنوال د اصف مرچنټ د نیولو په تړاو ویلي، عدلیې وزارت تېر یو کال راهېسې هڅه کړې چې د قاسم سلیماني د وژنې په تړاو له امریکايي چارواکو څخه د غچ اخېستلو لپاره د ایرن د بې دریغه هڅو مخه ونیسي.

د یادولو ده، چې د جولای میاشتې په ۱۳مه نېټه یو شل کلن ځوان په یوه ټاکنیز کمپاین کې پر ډونالډ ټرمپ برید وکړ، چې په پایله کې هغه په غوږ ولګېد او ټپي شو.

تړلي موضوعات