یحیی سنوار د شهید هنیه ځای ناستی اعلان شو

یحیی سنوار د شهید هنیه ځای ناستی اعلان شو نړۍ

حماس جهادي غورځنګ خپل لوړ پوړی پوځي قومندان یحیی سنوار د شهید دوکتور اسماعیل هنیه ځای ناستی اعلان کړ.

حماس نن ماښام په خپره کړې اعلامیه کې وویل، چې یحیی سنوار د دغه غورځنګ د سیاسي دفتر مشر په توګه ټاکل شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې د حماس سیاسي دفتر مخکینی مشر اسماعیل هنیه اونۍ وړاندې په تهران کې په شهادت ورسېده.
#حریت_راډيو

تړلي موضوعات