افغانستان چمتو دی چې جنوبي اسیا ته د روسي توکو په لېږد کې مثبت رول ولوبوي

افغانستان چمتو دی چې جنوبي اسیا ته د روسي توکو په لېږد کې مثبت رول ولوبوي سیاست
افغانستان چمتو دی چې جنوبي اسیا ته د روسي توکو په لېږد کې مثبت رول ولوبوي

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي  ضمیرکابلوف سره په لیدنه کې ویلي، افغانستان چمتو دی چې د سالنګ لویې لارې له بشپړ رغول کېدو وروسته جنوبي اسیا ته د روسي توپه لېږد کې مثبت رول ولوبوي.

د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، په دې لیندنه کې افغانستان او روسیې پر دوو اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ ودې او سیمه ییزو او نړیوالو میکانیزمو کې د افغان حکومت د حضور په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې لیدنه کې دبهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي، افغانستان او رسیې ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې ورځ په ورځ پیاوړې کیږي.

نوموړي په دې لیدنه کې له روسیې څخه مننه کړې، چې به نړیوالو ناستو کې له افغانستان څخه ملاتړ کوي.

ښاغلي متقي د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په لا پراختیا ټینګار کړی په خبره یي، افغانستان چمتو دی چې د سالنګ لویې لارې له رغول کېدو وروسته جنوبي اسیا ته د روسي توکو په لېږد کې مثبت رول ولوبوي.

په دې لیدنه کې ضمیر کابلوف ویلي، ځیني هېوادونه غواړي د نوو میکانیزمونو د جوړولو له لارې خپلې اجنډاوې په سیمه کې پلې کړي، چې د افغان حکومت له توافق پرته باید داسې څه ونه شي.

کابلوف زیاته کړې، هر هېواد چې له افغانستان سره ستونزه لري کولای شي افغان حکومت سره یې د دوو اړخیزو اړیکو له لارې مطرح کړي په خبره یې، ځیني هېوادونه ګوري چې د سیمې هېوادونه د افغانستان له حکومت سره همکاري پراخوي او غواړي چې د نوو میکانیزمونو له لارې په سیمه ییزو مسایلو کې دخیل شي او دغو پرمختګونو کې ستونزې راولاړې کړي.

ښاغلي کابلوف ټینګار کړی چې امریکا باید د افغانستان کنګل کړې بانکې زېرمي خوشي کړي، چې د افغانستان په اقتصاد کې مرسته وکړي.

ضمیر کابلوف ویلي، روسیه چمتو ده چې افغانستان سره سوداګریزې اړیکې لا پراخې کړي.

تړلي موضوعات