مولوي عبدالکبیر دوحه کې د حماس له مخکښو غړو سره کتلي

مولوي عبدالکبیر دوحه کې د حماس له مخکښو غړو سره کتلي سیاست
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د حماس ځنګ مخکښو غړو سره کتنه کې

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر او ورسره مل پلاوي تېره ورځ د قطر دوحه کې د شهید اسماعیل هنیه د جنازې مراسمو کې تر ګډون وروسته د حماس غورځنګ له مخکښو غړو سره کتلي.

سیاسي مرستیال د حماس مخکښ غړي خالد مشعل، د شهید هنیه مرستیال موسی ابو مرزوق او د هغه له زوی عبدالسلام اسماعیل هنیه سره کتنه کې د شهید هنیه د شهادت له کبله د خواخوږي مراتب وړاندې کړي.

شهید اسماعیل هنیه تېره ورځ د قطر دوحه کې خاورو ته وسپارل شو.

د نوموړي د جنازې مراسمو کې د قطر لوړ پوړو چارواکو، د اسلامي امارت ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او ورسره مل پلاوي او د یو شمېر هېوادونو استازو ګډون کړی وو.

شهید اسماعیل هنیه تېره اونۍ د ایران پلازمېنه تهران کې په شهادت ورسېد.

تړلي موضوعات