پنجشیر کې هغه څلور کسان ونیول شول چې د امنیت اخلال هڅه یې کوله
د پنجشېر ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عابدالله فاروقي وایي، دا څلور کسان عنابې ولسوالۍ کې نیول شوي دي.
فاروقي ویلي، نیول شویو کسانو غوښتل چې د چاودنو له لارې امنیتي ګډوډۍ جوړې کړي چې موخو ته له رسېدو وړاندې له شواهدو سره ونیول شول.
نوموړي ویلي، نیول شویو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی، چې تر قانوني مراحلو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
بلخوا نیول شويو کسانو هم په خپل جرم اعتراف کړی او ویلي یې دي، چې د شاهین په نوم کس ورته چاودېدونکي توکي ورکړي و چې موخې ته له رسېدو وړاندې ونیول شول.
امنیتي ځواکونو په عین وخت کې د دې ورانکارې ډلې مشر شاهین په ګډون درې تنه نور هم نیولي دي.