د عصري او دیني زده کړو ترمنځ واټن د اشغال موخه وه
د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني، د سږ کال کانکور ازموینې ۱۰ تنه مخکښ وستایل.
خلیفه سراج الدین حقاني په همدې موخه مراسمو ته په خبرو کي د عصري او دیني زده کړو ترمنځ واټن د تېر شل کلن اشغال موخه او دسیسه ګڼلې.
سراج الدین حقاني له ځوانانو غوښتي، چې د اسلامي او ملي ارزښتونو ساتنه وکړي له سیاسي لومو او اختلافي مسایلو ځان لرې وساتي.
د یادولو ده، چې د روان ۱۴۰۳ کال کانکور ازموینې مخکښ زده کوونکي د اسلامي امارت مسئولینو له لوري په پراخه کچه وستایل شول.