د افغانستان د صادراتو کچه د تېر په پرتله دوه برابره زیاته شوې ده
د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د صادراتو د زیاتوالي لپاره یې هڅو پایله ورکړې او د تېرو دوو کلونو په پرتله دا کچه دوه برابره زیاته شوې ده.
اقتصادي معاونیت د هېواد د صادراتو په اړه د یو معلوماتي کلیپ په خپرولو سره ویلي، اوس مهال په ۲۴ سوداګریزو سکټورونو کې د نړۍ شاوخوا ۸۰ هېوادونو ته په عادي ډول د هېواد صادرات دوام لري، چې د دغو صادراتو ډېره برخه له ۱۳ ولایتونو څخه ترسره کېږي.
یاد معاونیت ویلي، د صادارتو د لا پراختیا او معیاري کولو لپاره په کابل، کندهار، هرات، بلخ، ننګرهار او پکتیا ولایتونو کې له نړېوالو معیارونو سره سم د صادراتو د پروسس او بسته بندۍ زونونه جوړېږي، چې هر زون ته یې سل جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده.
اقتصادي معاونیت په عین حال کې ویلي، چې د دغو زونونو د ځمکو د انتقال چارې بشپړې شوې، چې په نږدې راتلونکي کې به یې عملي چارې پیل شي، چې ۱۰۰زرو کسانو ته به د کار زمینه هم برابره شي.
د یادونې ده، چې صادارت د اقتصادي ودې د یوې بنسټیزې برخې په توګه پرېکنده رول لري او پر مټ یې دغه برخه پراختیا موندلی شي.