عالیقدر امیرالمؤمنین د غور ولایت مسؤلینو سره کتلي

عالیقدر امیرالمؤمنین د غور ولایت مسؤلینو سره کتلي افغانستان
د اسلامي امارت مشرتابه عالیقدر امیر المؤمنین شیخ الحدیث والقران مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد خبر ورکړی، چې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د غور والي سربېره، د دې ولایت د استيناف، ابتدایه او نظامي محاکمو له رئیسانو، د ریاستونو له رئیسانو، ولسوالانو او مجاهدینو سره کتلي دي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې، چې په دې کتنه کې د غور ولایت مسؤلینو او مجاهدینو خپلې ستونزې له عالیقدر امیرالمؤمنین سره شریکې کړې دي.

په ورته مهال عالیقدر امیرالمؤمنین په دې لیدنه کې د اسلامي نظام د استحکام، د شریعت تنفیذ، د مقدس جهاد د اهدافو او لاسته راوړنو په ساتلو د ټینګار تر څنګ مسؤلینو او مجاهدینو ته د مشرانو په پوره اطاعت او پرکشرانو د شفقت کولو، له اختلافاتو د ځان ساتلو او ښه خدمت کولو ته هڅولي او لازم هدایات او توصیې یې ورته کړې دي.

تړلي موضوعات