چین کونړ کې پر درېیو سترو برېښنا بندونو پانګونه کوي

چین کونړ کې پر درېیو سترو برېښنا بندونو پانګونه کوي افغانستان
کنړ سیند باندې د چینایي شرکت لېوالتیا

د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې د یوه چینایي شرکت مسئولینو په کونړ ولایت کې د برېښنا د تولید په درېیو سترو بندونو پانګونه کوي.

د دغه شرکت مسئولینو ویلي، د کونړ شال، ساګي او سرتاق د برېښنا په پروژو د پانګونې لپاره چمتو دي او ډېر ژر به له اوبو او انرژۍ وزارت سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک او په عملي توګه به یې چارې پیل کړي.

په ورته مهال د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور د دې پانګونې هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې د دغو بندونو تر جوړېدو وروسته افغانستان کولای شي ټولو ګاونډیو هېوادونو ته برېښنا صادره کړي.

نوموړي په دې برخه کې د شرکت مسئولینو ته د همکارۍ ډاډ ورکړی او د عملي کارونو په پیل یې ټینګار کړی دی. 

تړلي موضوعات