مؤسسات دې خپل پام تر ډېره پرمختیايي برخې ته واړوي
د اقتصادي وزارت دا غوښتنه د یو لیک له لارې له ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې شوې ده.
په لیک کې له تمویلوونکو بنسټونو او مؤسسو غوښتنه شوې چې د خپلو پروژو د تطبیق پر مهال دې د خلکو رضایت، روڼتیا او د اسلامي امارت قوانین په پام کې ونیسي.
له نړېوالو بنسټونو او تمویلوونکو څخه په عین وخت کې بله غوښتنه د کاري جوازونو د اخېستلو ده چې باید عملي یې کړي.
د اقتصادي چارو کارپوهان د اسلامي امارت دغه اقدام د هېوادوالو لپاره د کارې زمینې په برابرولو کې اغېزمن بولي او زیاتوي، چې دا کړنه به پر بهرنیو مرستو د انحصار د کمولو او د هېواد د اقتصادي ودې لامل شي.