مؤسسات دې د زیاتو لګښتونو پر ځای اړمنو ته په مرستو زیات تمرکز وکړي

مؤسسات دې د زیاتو لګښتونو پر ځای اړمنو ته په مرستو زیات تمرکز وکړي افغانستان
د کډوالو او بیرته راستنېدونو چارو وزیر افغانستان کې د کډوالو د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري رئیس په کتلي

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ نوي رئیس عرفات جمال سره په کتنه کې ویلي، اړمنو ته دې مرستې د کار په بدل کې ورکړل شي.

ښاغلي حقاني دې لیدنه کې ويلي، مؤسسات دې خپل اداري لګښتونه کنټرول او زیات تمرکز دې د اړمنو په ستونزو وکړي.

نوموړي زیاته کړې، د کډوالو چارو وزارت د پنځه کلن ستراتيژيک پلان له مخې د راستنېدنې، بیا مېشتېدنې او تر دایمې ادغام ټوله پروسه په پام کې نیول شوې چې په پلي کولو کې یې باید همکاري وشي.

بلخوا عرفات جمال کډوالو وزارت سره ګډ کار، د همغږي رامنځته کولو او په ګډه د غوره کړنلارو جوړول له خپلو لومړیتوبونو بللي دي.

ښاغلي عرفات ویلي، د کډوالو ستونزو ته رسېدنې لپاره باید له کوربه هېوادونو سره همغږي زیاته د راستنېدنې پروسه اسانه او په افغانستان کې د روغتیا، زده کړو او نورو برخو کې پروګرامونه ترتیب او دایمې حل لارې ورته ولټول شي.

تړلي موضوعات