چین کې د افغان تولیداتو او محصولاتو ۲۸م نندارتون پرانېستل شو

چین کې د افغان تولیداتو او محصولاتو ۲۸م نندارتون پرانېستل شو سوداګرۍ او اقتصاد
د چین کنمینګ ښار کې د افغاني تولیداتو او محثصولاتو نندارتون

دغه نندارتون شپږ ورځې دوام کوي او د چین په کنمینګ ښار کې جوړ شوی دی.

د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په ۴۱ غرفو کې افغان غالۍ، لاسي صنایع، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې، زعفران او وچې مېوې نندارې ته اېښودل شوې دي.

دغه نندارتون ته د افغانستان سربېره د ۸۲ نورو هېوادونو محصولات او تولیدات هم نندارې ته وړاندې شوي دي.

د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي به د دې نندارتون په څنډه کې د چین له صنعت کارانو او پانګوالو سره هم لېده کاته وکړي او افغانستان کې به یې پانګونې ته وهڅوي.

تړلي موضوعات