مولوي امیرخان متقي هرچاته د مثبت تعامل دروازې پرانېستې دي

مولوي امیرخان متقي هرچاته د مثبت تعامل دروازې پرانېستې دي سیاست
مولوي امیرخان متقي هرچاته د مثبت تعامل دروازې پرانېستې دي

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د برتانیې سفارت له شارژادفر رابرت ډکسن سره په لیدنه کې ویلي، د افغانستان اسلامي امارت د ګاونډ، سیمي او نړۍ له هېوادونو سره ښې اړیکې لري او هر چاته یې د تعامل دروازې پرانېستې دي او دا حالت باید پیاوړی شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په دې لیدنه کې ښاغلي وزیر د دواړو هېوادو ترمنځ د اړیکو په پراختیا او په ځانګړي ډول د سوداګرۍ کچې په لوړولو ټینګار کړی.

مولوي امیرخان متقي کتنه کې په برتانیې کې د قونسلي خدماتو په اړه د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د موقف یادونه هم کړې.

 نوموړي همداراز د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي وروستي راپور زیاتره موارد مثبت وبلل، خو د وړاندیز هغه برخه یې له اوسنیو شرایطو سره سمه او مناسبه ونه ګڼله چې  افغانستان لپاره دې کوم نوی استازی وټاکل شی.

بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې لیدنه کې د برتانیې سفارت شارژادفیر رابرت ډکسن اوسني رامنځته شوي شرایط د بشري مرستو ترڅنګ د اقتصادي او سیاسي مسایلو د پراختیا لپاره یو ښه فرصت وباله.

ډکسن ویلي، دوی د سوله ییز او باثباته افغانستان غوښتونکي دي او د سیاسي موخو د ترلاسه کولو لپاره تاوتریخوالی په کلکه ردوي او د داریځ یې رسما اعلان کړی هم دی.

نوموړي په دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي وروستی راپور د دوی په اند متوازن بللی دی.

تړلي موضوعات