بامیانو کې ګنجینه نندارتون پرانېستل شو

بامیانو کې ګنجینه  نندارتون پرانېستل شو سوداګرۍ او اقتصاد
بامیانو ولایت کې ګنجینه نندارتون

د بامیانو ګنجینه نندارتون، د دغه ولایت کورنیو محصولاتو او تولیداتو ته بازار موندنه ده، چې پنځه ورځې به دوام وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، ګنجینه نندارتون کې ټولې ۱۷۰ غرفې اېښودل شوې چې ۱۰۰ یې یواځې ښځو ته ځانګړې شوې دي.

په ټوله کې له دغه نندارتون موخه کورنیو تولیداتو او محصولاتو لپاره د بازار موندنې، د ملي صنعت ترویجول، پوهاوی ورکول، کورنیو تولیداتو څخه استفادې ته خلک هڅول او د هېواد اقتصادې وده کې ونډه اخېستل په ګوته شوي.

تړلي موضوعات