د سږني عمومي کانکور درېیم مقام ګټونکی نظامي اعلان شو!
د سږني ۱۴۰۳ کال کانکور ازموینې درېیم مقام ګټونکی د فراه ولایت اوسېدونکی شفیع الله نظامي اعلان شو.
نظامي د ۳۵۷.۲۵ نمرو په اخیستلو سره د هرات پوهنتون طب پوهنځي ته بریالی شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې سږني کانکور ازموینه کې څه باندې ۱۰۰ زرو زده کوونکو ګډون کړی وو، چې د پایلو اعلان مراسم یې شېبه وړاندې پیل شوي دي.