د سږني عمومي کانکور لومړی مقام ګټونکی اتل خان اعلان شو!
د سږني ۱۴۰۳ کال کانکور ازموینې لومړی مقام ګټونکی د کابل ولایت اوسېدونکی اتل خان اعلان شو.
اتل د ۳۵۹.۶۱ نمرو په اخیستلو سره د کابل طبي پوهنتون ته بریالی شوی دی. نوموړی د کابل حبیبې عالي لېسې څخه فارغ شوی زده کوونکی دی.
د یادونې وړ ده، چې سږني کانکور ازموینه کې څه باندې ۱۰۰ زرو زده کوونکو ګډون کړی وو، چې د پایلو اعلان مراسم یې شېبه وړاندې پیل شوي دي.