د واخان جیوپولټیکي او جیو ستراتیژیکي سیمې پلټنه او څېړنه وشوه

د واخان جیوپولټیکي او جیو ستراتیژیکي سیمې پلټنه او څېړنه وشوه افغانستان
بدخشان ولایت د واخان، زیباک او کرن منجان ولسوالیو کې سرحدي او ډیورڼډ فرضي کرښي او رسمي سرحدونو پلټنه وشوه

د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي، د بدخشان ولایت د واخان، زیباک او کرن منجان ولسوالیو مربوطاتو کې د ډیورنډ فرضي کرښې او رسمي سرحدونو څېړنه او بررسي وشوه.

د دغې پلټنې په ترڅ کې د هېواد ارزښتمنې ساحې چې واخان او پامیرونه یې د یادولو وړ دي هم مطالعه او وڅېړل شول.

دې پلټنه کې له جمو کشمیر سره ۱۰۲ کیلومټره او له پاکستان سره ۲۴۶ کیلومټره فرضي کرښه او رسمي سرحدونو مطالعه او بررسي شوې.

دغه راز واخان ولسوالۍ کې تاجکستان سره ۴۳۴.۶۲ کیلومټره او چین سره د ۹۶ کیلومټره سرحد څېړنه شوې ده.

واخان د بدخشان ولایت له مهمو ستراتیژیکو ولسوالیو ده چې د ډيورنډ فرضي کرښې سربېره، جمو کشمیر، چین او تاجکستان سره ګډې پولې لري.

د دغې سیمې د جیوپولټیک او جیو ستراتيژیک سیمې پلټنه وروسته له هغې ترسره کېږي، چې تر دې وړاندې د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د دغې سیمي د اهمیت په اړه ویلي و، چې واخان د افغانستان د سرمثال لري او هیچا ته به اجازه ورنکړي چې دې ته کوم زیان ورسوي.

دغه پلټنه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې له شاوخوا درېیو لسیزیو را په دې خوا د ډيورنډ فرضي کرښې او سرحدي پولو ته څوک د کتنې په موخه نه دي ورغلي.

تړلي موضوعات