سبا یکشنبه د کانکور ازموینې پایلې اعلانېږي
د ازموینو ملي ادارې خبر ورکړی، چې سبا یکشنبه د غبرګولي په ۳۱ مه نېټه د ۱۴۰۳ کال د کانکور ازموینې پایلې اعلانېږي.
ټاکل شوې دغه پایلې به د کابل پر وخت د سهار په لس بجې اعلان شي.
د یادونې وړ ده، چې د ۱۴۰۳ کال د کانکور ازموینه په پنځو مرحلو کې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې واخیستل شوه، چې تر۱۰۰ زرو زیاتو زده کوونکو په کې برخه اخیستې وه.