سپین بولدک کې د اورلګېدنې له کبله هټېوالو ته په میلیونونو افغانۍ زیان اوښتی

سپین بولدک کې د اورلګېدنې له کبله هټېوالو ته په میلیونونو افغانۍ زیان اوښتی افغانستان
د کندهار سپین بولدک کې د اورلګېدنې له کبله اوښتي زیانونه

د کندهار ولایت سيمه ييز چارواکي خبر ورکوي، چې د دې ولایت سپين بولدک ولسوالۍ اړوند وېش بازار کې د پرونۍ رامنځته شوې اورلګېدنې له امله هټيوالو ته په ميليونونو افغانۍ زيان رسیدلی دی.

د سپين بولدک ولسوال مولوي علي محمد حقمل حريت نيوز ته ویلي، چې د اور وژنې کارکوونکو په هلو ځلو دغه اورلګیدنه له څو ساعتونو وروسته کنټرول شوې ده.

ښاغلي حقمل زیاته کړې، چې په لومړیو شېبو کې دغه اور پراخ شوی او سلګونه دوکانونه سوځولي دي.

د یادونې ده، چې تر اوسه د دغې اورلګېدنې لامل نه دی څرګند، خو مسؤولین وايي، چې ښايي د لمريزې برېښنا د شارټۍ له امله دغه اورلګېدنه شوې وي.

تړلي موضوعات