منصوري قول اردو کې لسګونه عرادې پوځي وسایط ترمیم شوي

منصوري قول اردو کې لسګونه عرادې پوځي وسایط ترمیم شوي افغانستان
۲۰۳ منصوري قول اردو کې ترمیم شوي پوځي وسایط

ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د ۲۰۳ منصوري قول اردو د انجنیري ټیم ۷۳ ډوله بېلابېل پوځي وسایط ترمیم کړي.

په دغو وسایطو کې چې د یادې قول اردو د لومړۍ لوا ورکشاپ کې ترمیم شوي ۳۷ عرادې هاموي ټانګونه، ۳۰ عرادې رنجر او ۴ عرادې انټرنېشنل شامل دي.

ملي دفاع وزارت زیاته کړې، د اسلامي ملي اردو ټول منسوبین د بیت المال ساتنې برخې ته کلکه ژمنتیا لري.

د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته د هېواد په بېلا بېلو برخو کې زرګونه پوځي وسایط، لرې واټن وېشتونکي مزایل او ان څرخي هلیکوپټرې بېرته ترمیم او ګټې اخېستنې ته وړاندې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د ۲۱۷ عمري قول اردو هم د ۱۲۰۰ بېلابېل ډوله پوځي وسایط او سلګونه میله وسلو له ترمیم خبر ورکړی وو.

تړلي موضوعات