د عاشورا مراسمو کې د وینې تویولو لپاره د خوارجو پلان شنډ او بشپړ تدابیر ونیول شول

د عاشورا مراسمو کې د وینې تویولو لپاره د خوارجو پلان شنډ او بشپړ تدابیر ونیول شول افغانستان
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي خان متقي

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي وایي، د سږ کال عاشورا مراسمو کې د وینې تویونې لپاره د خوارجو د تېر یوه کال پلانونه د اسلامي امارت ځواکونو له لوري شنډ او دا مراسم په ټول هېواد کې د امن په فضا کې ترسره شول.

ښاغلي متقي ویلي، د خوارجو پلانونو په شنډولو سره د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو وښودله، چې په افغانستان کې د اهل سنت او اهل تشیع ترمنځ توپیر نه کوي او ټولو ته یوشان پاملرنه کوي.

د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، تېرو شلو کلونو کې زیاته هڅه وشوه، چې افغانستان کې د مذهبونو ترمنځ اختلاف رامنځته شي تر څو ترې سیاسي او اقتصادي ګټه پورته شي.

نوموړي همداراز ویلي، د داعشي خوارجو ډله افغانستان کې هیڅ ځواک نه لري او له نړۍ یې وغوښتل چې په سیمه کې د دې ډلې پټنځایونه له منځه یوسي.

تړلي موضوعات