کندهار کې د شهیدانو او معلولینو پر کورنیو ۲۱۰ میلیونه افغانۍ وېشل شوې دي
د کندهار ولایت مطبوعاتي دفتر د دغه ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له قوله لیکلي، دا مرستې د روان لمریز کال له پیل بیا تر دې دمه په ۳۸۰۰ کورنیو وېشل شوې دي.
دا ۲۱۰ میلیونه نغدې افغانۍ د شهیدانو او معلولینو کورنیو کلني حقونه، د مشرتابه حفظه الله د خاصې پیرزوینې تر څنګ د یو شمېر خیریه بنسټونو له لوري مرسته شوې پیسې دي، چې پر یادو کورنیو وېشل شوي دي.
د کندهار شهیدانو او معلولینو چارو رئیس مولوي محمد طاهر اغا ویلي، دوی سره څه باندې ۲۳ زره د شهیدانو او معلولینو کورنۍ ثبت دي، چې له دې ډلې ۵۱۹۰ یې د مجاهدینو، ۶۹۰ د تېرې ادارې او ۱۴۰۲ یې د ملکیانو کورنۍ دي.
د نوموړي په وینا؛ «۲۰۲۴» تنه مجاهدین، «۱۱۴» تنه د تېر ادارې عسکر او دغه راز «۷۰۵۷» تنه بیا ملکي معلولین دي، چي د ا.ا.ا له لوري کلني حقونه او دغه راز نوري ځانګړې مرستې ورسره وخت په وخت کېږي.
ښاغلي آغا صاحب زیاته کړه؛ اداره یې ټولو ثبت شویو شهیدانو او معلولینو ته د حقونو رسولو په موخه سږ کال «۱۲» سوه میلیونه افغانیو ته اړتیا لري، چي تر دې دمه ورته «۸۵۰» میلیونه افغانۍ رسېدلې، چي په مټ به یې ډېر ژر د پاته شمېر کورنیو ته هم خپل کلني حقونه ورسېږي.