کندهار کې د امیرالمؤمنین په مشرۍ د امنیتي ارګانونو غونډه شوې

کندهار کې د امیرالمؤمنین په مشرۍ د امنیتي ارګانونو غونډه شوې افغانستان
ډیزاین شوی انځور| حریت

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد خبر ورکړی، چې تېره ورځ کندهار کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په مشرۍ د امنیتي ارګانونو مسؤلینو غونډه شوې.

ښاغلي مجاهد ویلي، چې دې غونډه کې د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد، د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني او د استخباراتو لوی رئیس ملا عبدالحق وثیق په ګډون نورو لوړ رتبه امنیتي چارواکو ګډون درلود.

نوموړی زیاتوي، چې په ناسته کې د امنیتي ارګانونو مسئولینو په خپلو استقامتونو کې د پرمختګونو او اجرأتو په اړه د مشرتابه مقام ته توضیحات وړاندې کړل.
ښاغلي مجاهد همدرانګه ویلي، چې د غونډې په جریان کې د امنیتي ارګانونو په اړوندو ستونزو هم بحث وشو چې مشرتابه یې د حل په اړه لازم هدایات وکړل.

د یادونې وړ ده، چې عالیقدر امیرالمؤمنین د افغانستان لوړ رتبه امنیتي چارواکو سره داسې حال کې غونډه کوي، چې هېواد کې سرتاسري امن قایم دی او د دې امنیت پر وړاندې مزاحمت کوونکي په کلکه ځپل کېږي.

تړلي موضوعات