سمنګان کې د اوبو درې ذخیروي بندونه جوړ شول

سمنګان کې د اوبو درې ذخیروي بندونه جوړ شول بیارغونه او پراختیا
سمنګان ولایت کې نوي جوړي شوي د اوبو ذخیروي بندونه

د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، سمنګان ولایت کې د څه د پاسه ۷.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو درې ذخیروي بندونه جوړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شول.

د اسپ، زیګولک او خوش محلې دغو چک ډېمونو چارې د اوبو او انرژۍ وزارت په پراختیايي بودیجې دوه میاشتې وړاندې پیل شوې وې.

د دغو وړو بندونو سره به د ځمکې لاندې اوبه پياوړې او د اوبو برخه کې به د خلکو ستونزې اوارې شي.

د یادونې ده، چې اسلامي امارت په هېواد کې د وچکالۍ د مخنیوي، د ځکمې لاندې اوبو د پیاوړتیا، د اوبو کنټرول او د سېلابونو د مهارولو په موخه په ټول هېواد کې په سلګونو واړه بندونه جوړوي، چې ډیر یې جوړ او ګڼ نور تر کار لاندې دي.

تړلي موضوعات