نیپال کې دوه مسافر وړونکي بسونه سیند ته غورځیدلي، کم تر کمه ۶۳ کسان نادرکه دي

نیپال کې دوه مسافر وړونکي بسونه سیند ته غورځیدلي، کم تر کمه ۶۳ کسان نادرکه دي نړۍ
نیپال کې سیند ته د دوو مسافر وړونکو بسونو د غورځېدو پېښه

اې اېف پي خبري اژانس د خبر له مخې، مسافر وړونکي بسونه د غره ښوېیدو له امله سیند ته غورځېدلي دي.

په سیمه کې یو نیپالي چارواکي اې اېف پي خبري اژانس ته ویلي، دواړو بسونو کې کم تر کمه ۶۳ کسان سپاره وو، چې یواځې درې کسانو یې سیند ته له غورځېدو وړاندې ځانونه ژغورلي او پاتې نور ټول نادرکه دي.

دا پېښه د مرکز کټمنډو نه تقریبا ۱۰۰ کیلو مټره لرې د ناراین ګاټ مګلنګ پر لویه لار شوې ده.

د نیپال لومړي وزیر پشپا کمل دهل پر پېښه خواشېنې ښودلې او له ژغورونکو ډلو یې غوښتي، چې د مسافرو د جسدونو په موندلو کې پوره پوره هڅې وکړي.

تړلي موضوعات