غزه کې د لسګونو ملکي وګړو جسدونه موندل شوي

غزه کې د لسګونو ملکي وګړو جسدونه موندل شوي نړۍ
د غزې له ځینو سیمو د اسرائیلو د اشغالګر پوځیانو له وتل کېدو وروسته دملکي وګړو موندل شوي جسدونه


د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، د ملکي وګړو دا جسدونه له غزې د اشغالګر رژیم د عسکرو له وتلو وروسته موندل شوي دي.

رویټرز غزه کې د مرستندویه بنسټونو له قوله لیکلي، دا د شاوخوا ۶۰ فلسطیني وګړو جسدونه دي، چې د غزې په دوو سیمو کې د صهیونستي رژیم د عسکرو له لوري شهیدان شوي دي.

مرستندویه ټیمونو ویلي، په موندل شویو جسدونو کې د هغو کورنیو غړي هم شامل دي، چې د کورنۍ ټول غړي یې په بشپړ ډول سوځېدلي دي.

د یادولو ده، چې د ۲۰۲۳ اکتوبر اوومې راهیسي په غزه د اسرائیلو د یرغل له پیله ۳۸ زره فلسطینیان شهیدان او ۸۸ زره نور ټپیان شوي دي.

تړلي موضوعات