د کانکور ازموینې وروستۍ مرحله په کابل کې ترسره شوه

د کانکور ازموینې وروستۍ مرحله په کابل کې ترسره شوه افغانستان
د سږ کال د کانکور ازموینه

د ازموینې ملي ادارې خبر ورکړی، چې سږ کال د کانکور وروستي پړاو ازموینه تېره ورځ په کابل کې ترسره شوه.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې د یادې ازموینې په وروستي پړاو کې د متفرقه، غیرحاضرانو او له مرز څخه د بهر، څوارلسم پاسانو او د دیني مدرسو له فارغانو څخه ازموینه واخېستل شوه.

د ازموینې ملي ادارې زیاته کړې، چې د سږ کال کانکور ازموینه په پنځو مرحلو کې ترسره شوه، چې پایلې به یې تر راتلونکو لسو ورځو اعلان شي.

د ازموینې ملي ادارې د مسئولینو د شمېرو له مخې، د ۱۴۰۳ کال کانکور ازموینه کې تر ۱۰۰ زرو کسانو ګډون کړی وو.

تړلي موضوعات