جوبایډن د افغانستان شل کلن اشغال د امریکا لپاره یوه تېروتنه بللې

جوبایډن د افغانستان شل کلن اشغال د امریکا لپاره یوه تېروتنه بللې نړۍ
جوبایډن د افغانستان شل کلن اشغال د امریکا لپاره یوه تېروتنه بللې

 د امریکا ولسمشر جوبایډن په واشنګټن کې د ناټو سرمشریزې ته د خپلې وینا پر مهال د امریکا او ناټو له لوري د افغانستان شل اشغال ناسم بللی او دا یې یوه تېروتنه یاده کړې.

 

بایډن د حماس او صهیونېستي رژیم ترمنځ جګړې ته په اشارې سره زیاته کړې، چې ده اسرائیلي چارواکو ته سپارښتنه کړې ترڅو د اشغال په لټه کې نه شي او هغه تېروتنه چې امریکا په افغانستان کې کړې، دوی تکرار نه کړي.

 

امریکایي ولسمشر په داسې حال کې د افغانستان اشغال د خپل هېواد لپاره یوه تېروتنه بللې، چې نه یوازې امریکا بلکې د ناټو زبر ځواکونه په خپل ټول توان سره پر افغانستان یرغل کړی و، چې له شلو کلونو او یوې لویې ماتې خوړلو وروسته له افغانستان څخه په ټیټو سترګو ویستل شول.

تړلي موضوعات