د بایډن بیاځلې تېروتنه؛ د ناټو سر مشریزه کې یې د اوکرایین ولسمشر پوتین یاد کړی

د بایډن بیاځلې تېروتنه؛ د ناټو سر مشریزه کې یې د اوکرایین ولسمشر پوتین یاد کړی نړۍ
د بایډن بیاځلې تېروتنه؛

 د امریکا ولسمشر جوبایډن چې د خپلو لفظي او چلندي تېروتنو له کبله د نړېوالو ترمنځ مشهور دی، یو ځل بیا یې په واشنګټن کې د ناټو په سرمشریزه کې د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پوتین یاد کړی دی.


په ورته مهال زیلینسکي، چې د بایډن تر څنګ ولاړ دی، د بایډن په خبرې سره شرمېږي، د ناټو مشران خپل سرونه خوځوي او د بایډن په دې د شرم وړ تېروتنې موسکا کوي.

 

د 81 کلن بایډن د فکري ځواک ضعیف کیدو دیموکراتان اندېښمن کړي او پدې وروستیو کې یې په بایډن غږ کړی، چې د نوي نوماند غوره کولو لپاره له ټرمپ سره له سیالۍ لاس واخلي.

 

تړلي موضوعات