له چینایي شرکتونو سره د ۲۵ میلیون ډالرو په ارزښت د پومبې تړون لاسلیک شوی

له چینایي شرکتونو سره د ۲۵ میلیون ډالرو په ارزښت د پومبې تړون لاسلیک شوی سوداګرۍ او اقتصاد
له چینایي شرکتونو سره د ۲۵ میلیون ډالرو په ارزښت د پومبې تړون لاسلیک شوی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې پرون پنجشنبه د صادراتو ملي ورځې د لمانځغونډې څنډه کې د افغان او چینایي شرکتونو ترمنځ د ۲۵ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د پومبې تړون لاسلیک شو.

 وزارت زیاته کړې، دغه تړون، چې د اقتصادي مرستیال ملا برادر اخوند او د سوداګرۍ وزیر په شتون کې د افغان سپين زر او د شانگهای خوبان تیکستایل چینایي شرکت ترمنځ لاسلیک شوی، له مخې به یې ۱۰ زره ټنه پومبه چین ته صادرېږي. 

د یادونې وړ ده، چې دا مهال د هېواد په ۲۴ سوداګریزو سکټورونو کې د نړۍ شاوخوا ۸۰ هېوادونو ته صادرات په عادي ډول دوام لري.

 

تړلي موضوعات