اسلامي امارت تر هر چا زیات د تاریخي سیمو او اثارو خوندیتوب ته ژمن دی!
د اطلاعاتو او کلتور وزارت خبر ورکړی، چې هېواد کې د تاریخي اثارو د ساتنې هڅو په دوام سره تازه د پروان ځایي موزیم کې د تاریخي اثارو ویجاړېدو مخنیوي په موخه معیاري ساتنځایونه جوړ شوي.
د دغه موزیم مدیر عبدالصبور صافی وایي، چې وړاندې د موزیم یو شمېر آثار د معیاري ساتنځایونو نشتون له کبله د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ وو، چې په نویو جوړو شوو ساتنځایونو کې به یې د نندارې په موخه له ځای پر ځای وروسته د ویجاړېدو مخنیوی وشي.
د پروان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمس الرحمن صدیقي په دې اړه وایي، چې د اسلامي امارت له راتګ سره سم لرغونو آثارو، سیمو او موزیمونو ته ځانګړی پام شوی.
ښاغلی صدیقي زیاتوي، هڅه کوي ترڅو د لیدونکو جذب او د موزیم لا سمبالتیا په موخه نور ګامونه هم اوچت کړي.
د یادونې وړ ده، چې د پروان ځایي موزیم کې دا مهال شاوخوا ۱۵۰ قلمه لرغوني آثار نندارې ته اېښودل شوي چې د آثارو لرغونتیا یې د اسلامي دورې څخه نیولې تر ۲ زره کاله پورې رسېږي.