سوداګر دې د ولس سوکالۍ لپاره لا زیاتې هڅې وکړي

سوداګر دې د ولس سوکالۍ لپاره لا زیاتې هڅې وکړي سوداګرۍ او اقتصاد
د صادراتو نمانځغونډه کې د سوداګرۍ وزارت پخوانی مرستیال ملا قدرت الله جمال

صنعت او سوداګرۍ وزارت مخکیني مرستیال مولوي قدرت الله جمال صادراتو ملي ورځې لمانځغونډه کې ویلي، افغانستان د پخوا په پرتله اوس د وارداتو ترڅنګ صادارت هم لري.

ښاغلي جمال ویلي، د هېواد ټول سوداګر د ستاینې وړ دي په خبره یې، چې د امیرالمؤمنین حفظه الله په خبره د دوهمې کټګورۍ مجاهدین دي.

نوموړي ټینګار کړی، چې سوداګر دې د ولس د سوکالۍ لپاره لا زیاتې هڅې وکړي.

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر هم دې غونډې ته ویلي، چې نړۍ د افغانستان د محصولاتو اوسني معیارونه نه مني باید لا زیات کار ورباندې وشي.

د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري ویلي، د افغانستان ۸۰ سلنه وګړي د کرنې برخه کې کار کوي، چې باید له نورو هېوادونو د ساینس او عصري علومو پر بنسټ نوې مفکورې او وسایل ورته راوړل شي.

نوموړي د هېواد د کرنیزو محصولاتو په معیارې کولو ټینګار کړی دی.

تړلي موضوعات