غزه کې تر دې دمه نږدې ۲۴ زره زده کوونکي شهیدان او ټپیان شوي

غزه کې تر دې دمه نږدې ۲۴ زره زده کوونکي شهیدان او ټپیان شوي نړۍ
د غزې شهیدان

د فلسطين د لوړو زده کړو او روزنې وزارت پرون سه شنبه خبر ورکړ چې اسراييلو په روان اشغال کې تر دې دمه ۸۹۴۱تنه زده کوونکي شهیدان او ۱۵۰۰۰ نور يې ټپيان کړي دي.

د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې اسراييلو ۳۵۷ نور زده کوونکي نیولي هم دي.

د فلسطيني رسنيو له راپور سره سم وزارت څرګنده کړې ده چې جګړې د ۴۹۷ښوونکو او اداري کارکوونکو ژوند هم اخيستی دی او ۳۴۲۶ نور يې ټپيان کړي دي.

خبرپاڼې دې ته اشاره کړې چې له ۴۰۰ د ډېرو ښوونځيو او علمي مرکزونو ودانۍ تر دې دمه د اسراييلو په بمباريو کې ویجاړې شوې دي. راپورونه څرګندوي چې اسراييل په هدفي توګه دا ودانۍ او د ملکي وګړو د اوسېدو کورونه په نښه کوي.

وزارت ټينګار کړی چې د غزې تړانګې له ۶۲۰ زرو ډېر زده کوونکي دا مهال ښوونځيو ته له تلو محروم دي او ډېری يې له رواني پلوه کړېږي.

سيمه ييزو شنونکي د فلسطين د لوړو زده کړو او روزنې وزارت دې خبرپاڼې ته په کتو پوښتي، چې د کوچنيانو د زده کړو او ژوند هغه حقوق دلته ولې هېر دي چې غرب يې د خپلو موخو لپاره په نورو هېوادونو کې د ملاتړ دعوه کوي.
ویب سایټ لېنک: https://hurriyat.net

تړلي موضوعات