د کعبې شریفې د غلاف بدلولو مراسم تر سره شول
د کعبې شریفې پوښ د ۶۷۰ کیلو ګرامه خالص ورېښمو، د ۱۲۰ کیلو ګرامه سرو زرو او ۱۰۰ کیلو ګرامه سپین زرو جوړ دی.
باید وویل شي چې دغه پوښ چې ۱۳ سوه کیلو ګرامه وزن لري، پرې شل میلیونه ریال لګښت راغلی او د ۱۵۹ مسلکي کسانو له لوري یې د جوړولو او تیارولو چارې تر سره شوې.