نېپال کې د سختو ورښتونو او ځمکې ښویدنې له امله ۱۴ کسان مړه او ۹ نور نادرکه شوي دي
اې ايف پي خبري اژانس خبر ورکړی، د نېپال ګاونډ هند سربېره بنګلدیش کې هم سیلاوونو په لویه کچه زیان اړولی او سلګونه زره کسان یې اغیزمن کړي دي.
د نېپال یو چارواکي اې ايف پي خبري اژانس ته ویلي، د نادرکه کسانو د موندلو لپاره کاري ټیمونه کار کوي.
د نېپال پر ځېنو برخو د جمعې له شپې د ورښتونو سخته څپه راغلې، چې د هند سره پر پوله ځېنې سیمې اوبو لاندې کړي دي.