اسرائیل د لبنان حزب الله د راکټونو او بې پیلوټه الوتکو تر برید لاندې
المیادین خبر ورکړی، چې د لبنان حزب الله ځواکونو په خپل وروستي اقدام کې اسرائیل د خپلو راکټي او بې پیلوټه الوتکو تر بریدونو لاندې راوستي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې حزب الله په دې اقدام سره ۲۰۰ راکټونه او ۲۰ بې پیلوټه الوتکې د اسرائیلو په لور توغولي دي.
المیادین په خپل راپور کې ویلي، چې د دې راکټونو له توغولو سره سم د اسرائیلو شمال کې د خطر زنګونه وهل شوي دي.
بلخوا العربیه رسنۍ هم ویلي، چې شپږ چاودېدونکې بې پیلوټه الوتکې الجلیل او جولان کې د اسرائیلو په پوځي اډو لګېدلې دي.
د لبنان حزب الله له هغې وروسته په دې اقدام لاس پورې کړ، چې لبنان کې د اسرائیلو په هوایي برید کې د حزب الله یو قومندان ووژل شو.