غزه کې د جګړې ۲۷۲ مه ورځ لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

غزه کې د جګړې ۲۷۲ مه ورځ لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې نړۍ
غزه کې د جګړې نوې خپه

د عربي رسنیو د خبر له مخې اسرائیلو اشغالګر پوځ تېره ورځ غزه کې په هغه ښوونځي هوایي بریدونه کړي، چې بې ځایه شوي فلسطیني وګړي په کې مېشت وو.

غزه کې روغتیایي مسئولینو ویلي، په دې بریدونو کې ۱۲ تنه شهیدان شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.

دغه بریدونه وروسته له هغې کېږي، چې د اسرائیلو اشغالګر پوځ د غزې په خان یونس کې له فلسطینیانو غوښتي چې له خپلو کورونو ووځي.

په غزه کې په ۲۷۲ ورځو جګړه کې د اشغالګرو اسرائیلو په بریدونو کې تر دې مهال شاوخوا ۳۸زره فلسطینیان شهیدان شوي او نږدې ۸۷ زره ۲۶۶تنه نور ټپيان شوي دي.

تړلي موضوعات