ګڼو امريکايي چارواکو د غزې اړوند د بايډن د سياست له امله استعفا کړې

ګڼو امريکايي چارواکو د غزې اړوند د بايډن د سياست له امله استعفا کړې نړۍ
امریکا بیرغ

د اسراييلو په ملاتړ د امريکايي ولسمشر جو بايډن سياست د هغه د ادارې يو شمېر چارواکي اړ کړي دي، چې خپلې دندې خوشې کړي، هغو په دې توګه خپل مخالفت ښودلی دی او بايډن يې تورن کړی دی، چې غزه کې د اسراييلو په جنايتونو سترګې پټوي.

د امريکايي حکومت دغو چارواکو تېره ورځ يوه ګډه خبرپاڼه خپره کړه، چې د غزې اړوند د بايډن په سياست يې په کې نيوکې کړې وې او د خپلې استعفا لاملونه يې په ګوته کړي وو.

دولسو تنو دغو چارواکو د «په اپوزيسيون کې خدمت» په نامه خبرپاڼه لاسليک کړې وه او څرګنده يې کړه چې دوی په خپل ګډ باور کلک ولاړ او يو موټی دي. هغوی خپل مسووليت بللی و چې د هغو سياستونو په اړه ښکاره وغږېږي چې د دوی په اند عادل نه دي.

په خبرپاڼه لاسليک کوونکو چارواکو ټينګار وکړ چې د غزې د جګړې اړوند د امريکايي ادارې سياست ناکام او د امريکا ملي امنيت ته ګواښ دي.

هغوی ياده کړې ده چې د امريکا له لوري د اسراييلو ډيپلوماتيک ملاتړ او وسلې ورکول په دې معنا دي چې امريکايي حکومت په دې وژنو، په قصدي توګه د فلسطينيانو په وږي کولو، د نړيوالو او امريکايي قوانينو تر پښو لاندې کولو او د امريکايي ډيپلوماتانو او نظاميانو ژوند ته په ګواښ جوړولو کې شريک دی.

بايډن غزه کې د اسراييلو د هغې جګړې د ملاتړ له امله د امريکا دننه او بهر له سختو نيوکو سره مخ دی؛ کومه کې چې تر دې دمه لسګونه زره فلسطينيان شهيدان شوي او ټپيان دي.

استعفا کوونکو چارواکو ويلي دي، چې د غزې اړوند د سپينې ماڼۍ سياست په سيمه کې د امريکا اړيکې سختې زيانمنې کړې دي، د امريکا ريښتينولي او ارزښتونه يې تر پوښتنې لاندې راوستي دي او دا په اوسنۍ ستراتيژيکې سيالۍ کې ډېر خطرناک وضعيت دی.

هغوی په خپره کړې خبرپاڼه کې شپږ وړانديزونه کړي دي، چې لومړی يې په امانت ډول د قوانينو پلي کول دي، ځکه په وينا يې د بايډن اداره دا مهال لاسي ګڼ شمېر قوانين تر پښو لاندې کوي، له حقايقو انکار کوي يا يې بڼه بدلوي او په يوه او بل ډول هڅه کوي چې اسراييلو ته د وسلو لېږل جاري وساتي.

خبرپاڼې دغه راز غوښتنه کړې وه چې امريکايي اداره دې په ټولو ممکنو لارو کوښښ وکړي چې په سمدستي توګه د اسراييلو يرغل ودروي.

دغو چارواکو وړاندې له سي ان ان سره په خبرو کې روښانه کړې وه چې ګڼ نور ملګري يې هم د حکومت د سياست اړوند د همدوی په څېر نظر لري خو د هغوی وضعيت د استعفا ورکولو اجازه نه ورکوي. هغوی په خپلو ملګرو غږ کړی دی چې په دې اړه په علني ډول وغږېږي او خپل اندونه له نورو سره شريک کړي.

د يادونې وړ ده چې دغو امريکايي چارواکو د دې هېواد په کورنيو او بهرنيو چارو وزارتونو او نورو ادارو کې لويې دندې درلودې، خو د خپل هېواد د غير عادلانه سياست له امله يې خپلې دندې خوشې کړې دي.

تړلي موضوعات