د ایران ولسمشریزې ټاکنې دویم پړاو ته لاړې
د ایران ایسنا خبري اژانس د خبر له مخې، مسعود پزشکیان او د هغه بل سیال سعید جلیلي تر ټولو زیاتې رایې اخېستې خو یو هم کافي رایه نه ده تر لاسه کړې.
ټاکل شوې، چې مسعود پزشکیان او سعید جلیلي به د راتلونکې جمعې په ورځ یو ځل بیا دویم پړاو ټاکنو لپاره سیالي وکړي.
ویل کېږي، چې لومړي پړاو ټاکنو کې د خلکو ونډه څه کم ۴۰ سلنه وه، چې د خلکو کم ګډون له امله ټاکنې دویم پړاو ته لاړې.
د ایران کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي بیا ویلي، د ولسمشریزو ټاکنو دویم پړاو ته چمتووالی لري.
ټاکل شوې، چې د ایران څوارلسم دور ولسمشریزو ټاکنو لپاره به دویم ځلي ټاکنې د راتلونکې جمعې په ورځ د دوو مخکښو نوماندانو مسعود پزشکیان او سعید جلیلي ترمنځ وشي.