پر لبنان د اسرائیلو ګواښ ته ایران توند غبرګون وښود
له غزې وروسته اوس اسرائیلي اشغالګر پر لبنان د برید ګواښ کړی، چې د ایران غصه یې راپارولې ده.
ملګرو ملتونو کې د ایران استازي اسرائیلو ته خبرداری ورکړی، چې پر لبنان د پوځي برید په صورت کې به ویجاړونکې جګړه پیل شي.
وړاندې تر دې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي و، غزه کې د جګړې شدت کمه وي خو لبنان کې د حزب الله ډله د دوی په پوځي اهدافو کې شامله ده.
په ملګرو ملتونو کې د ایران دې استازي په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د اسرائیلو له خوا د پوځي برید په صورت کې به ایران د مقاومت په جبهو کې له ټولو انتخابونو کار واخلي.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې امریکايي چارواکو هم خبرداری ورکړی و، که اسرائیل پر لبنان برید وکړي نو ایران به له اسرائیلو سره مخامخ جګړې کې ښکېل شي.