د پاکستان ممکنه عملیاتي اقدام ته د اسلامي امارت کلک غبرګون!

د پاکستان ممکنه عملیاتي اقدام ته د اسلامي امارت کلک غبرګون! افغانستان
د افغانستان بیرغ چې پکتیا ولایت کې فرضي کرښې ته څېرمه لوړ رپېږي

د افغانستان دفاع وزارت تازه ویلي، چې د افغانستان د ملي حاکميت د نقض د احتمال په تړاو د پاکستان د دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې یو ناسنجیده عمل او د اوبو خړولو هڅه ده چې د هېچا په ګټه نه ده.

پاکستاني دفاع وزیر خواجه اصف تازه مرکه کې ویلي، که عزم استحکام عملیاتو کې ضرورت پېښ شو، نو افغانستان کې هم د تحریک طالبان پاکستان پر ضد عملیات کېدای شي.
خو د افغانستان دفاع وزارت خواجه اصف ته وریاده کړې، که هر څوک په هره بهانه او عنوان زموږ پر حریم تجاوز وکړي د عواقبو مسئولیت به یې په خپله غاړه وي.

د اسلامي امارت چارواکو تل د پاکستان هغه ادعا چې ګواکې د پاکستاني طالبانو ځینې غړي افغانستان کې شتون لري په کلکه رد کړې ده او وايي، چې د افغانستان اسلامي امارت اصولي دریځ دا دی چې اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پر وړاندې وکارول شي.

د پاکستان پوځ پلان لري، چې خیبرپښتونخوا کې د عزم استحکام په نوم عملیات پیل کړي، هغه چې پاکستان دننه یې ګڼ کلک غبرګونونه پارولي دي. د خیبرپښتونخوا اوسېدونکو د دې عملیاتو خلاف کلک غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې پاکستانی پوځ دې د تېرو شویو ظالمانه عملیاتو پور پرې کړي، هغه چې لا هم د دوی پر غاړه دی.

پاکستان تېرو څو کلونو کې خیبرپښتونخوا په ګڼو سیمو کې بېلابېل عملیات کړي، چې د دې سیمې ګڼ عام خلک یې وژلي، کورونه او مېنې یې ورته ویجاړې کړې دي. 
د دې سیمو اوسېدونکي چې اکثریت پښتانه دي وايي، چې دا عملیات بیا د دوی پر ضد د پاکستاني حکومت نوې پروژه ده، چې عامو خلکو ته به لوی ځاني او مالي زیان واړوي.

د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې پاکستان د پاکستاني طالبانو شتون په نامه د افغانستان پکتیکا او خوست ولایتونو کې هوايي بمبارد کړی و، چې له کبله یې پاکستان د افغانستان له جدي نظامي غبرګون سره مخ شو او د فرضي کرښې پر اوږدو یې پر لسګونو پوځي مرکزونو د سپکو او درنو وسلو بریدونه وشول او ګڼ مالي او ځاني زیان ورته واوښت.

تړلي موضوعات