د بغاوتګرو وروستۍ سلګۍ ؛ دوه مهم قومندانان یې وژل شوي

د بغاوتګرو وروستۍ سلګۍ ؛ دوه مهم قومندانان یې وژل شوي افغانستان
د بغلان ولایت نقشه

د بغلان اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي مصطفی هاشمي حریت نیوز ته تائیدوي، چې ځانګړو استخباراتي ځواکونو عملیاتو کې د بغاوتګرو دوه مهم قومندانان وژل شوي دي.

بلخوا د « هندوکش غږ» په نوم یوې ویب پاڼې د امنیتي سرچینو له قوله ویلي، چې دا عملیات نن سهار د بغلان ولايت د نهرين ولسوالۍ د ګهګدای حوزې د دره کاريز د کجيرخانې په ساحه کې ترسره شوي دي.

ښاغلی هاشمي وايي، چې وژل شوي باغي قومندانان عبدالصمد مشهور په حمزه کهګداي او خیرو نومېدل، چې ځانګړو استخباراتي ځواکونو په عملیاتو کې و وژل شول.

څه موده وړاندې د یادو وژل شویو باغیانو یوه ویډیو خپره شوې وه، چې دوی د اسلامي نظام پر ضد په کې د بغاوت اعلان کړی وو، خو ډېره موده له دې ویډیو نه وه تېره، چې له منځه یوړل شول.

بل لور ته کابل کې هم تېره اونۍ د باغیانو دوه غړي د امنیتي ځواکونو له لوري وژل شوي وو، چې د امنیت اخلال هڅې یې کولې.

د یادونې وړ ده، چې دمګړۍ د هېواد ګوټ ګوټ د افغانستان اسلامي امارت تر حاکمیت لاندې دی او که څوک د اسلامي نظام خلاف د بغاوت هڅه کوي، ژر له منځه وړل کېږي.

تړلي موضوعات